د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

anwari_morr
Wed, Jul 09 2025 10:56 AM
_

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي کډوال په روحاني بابا ولسوالۍ کې لنډ مهاله سرپناه ته اړتیا لري او غوښتنه یې وکړه چې په یاده ولسوالۍ کې دې د کډوالو لپاره ښارګوټي په پام کې ونیول شي.

د روحاني بابا قومي مخورو د خپلو وړاندېزونو پر دوام، کډوالو ته د روغتیایي کلینک غوښتنه هم وکړه.

محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مشرانو او مخورو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت ادارې د کډوالو عالي کمېسیون په مشرۍ د راستنېدونکو پر خدمت لګیا دي.
محترم وزیر په روحاني بابا ولسوالۍ کې د راستنو شوو لپاره د لنډ مهاله سرپناه د چمتو کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره اړینه تابیا نیولې ده.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS