په فاریاب ولایت کې ٣٠ کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه
د روان کال غبرګولي میاشت په ١١مه نېټه د فاریاب ولایت، خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ۳۰ بېرته راستانه شوو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
هرې کورنۍ ته ۱۰۵ امریکایي ډالر د دې وزارت د همکارې مؤسسې له خوا، د یاد ولایت د مهاجرینو ریاست له لوري تر پېژندنې وروسته، ووېشل شول.