په کابل ښار کې له ۴ زرو زیاتو کسانو سره مرسته وشوه

sadam_morr
د وري میاشتې په ۲۵ مه نیټه د کابل ښار په شپږمه، اتمه، لسمه او اوولسمه ناحیو کې د ۴ زره او ۱۶۴ اړمنو کسانو سره نغدي مرستې وشوې.
یاد کسان چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې پېژندل شوي وو، هر یوه ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوار ځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.