په کندوز ولایت کې د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو کار پیل شو

د کندوز ولایت په مرکز کې د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو د بنسټ ډبره د وري میاشتې په ۲۱مه نېټه د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی د کندز ولایت په مرکز، لودین کلي کې موقعیت لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د ۲۷۷،۰۰۰ زرو امریکايي ډالرو په اټکل شوي لګښت جوړیږي، یاد ښوونځی ۸ درسي خونې، ۲ اداري خونې، او ۲ د ذخیره کولو خونې لري.
په پام کې ده چې پورته ذکر شوی ښوونځی به په ۷ میاشتو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.