کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت بېځايه شووته د رواني او ټولنيزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
Mon, Jul 22 2019 3:05 PM

دغه هوکړه ليک د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ۳۱مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار له لورې  د نړيوالې ټولنيزې او رواني موسسې مسئول سره په کډوالو چارو وزارت کې لاسليک شو.

ددغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د ټولنيزو رواني خدمتونو، داخلي بېځايه شوو، راستنېدونکو او کوربه ټولنو لپاره ټولنيزو خدمتونو تهيه ته د لاس رسۍ وده ده، کوم چې ټولنيزو خدمتونو او رواني ټولنيزو مشورو ورکولو ته اړتيا لري.

دغه خدمتونو په کابل، ننګرهار، بلخ او هرات  ولايتونو کې د ذکر شوې موسسې په مرکزونو کې وړاندې کېږي.

د ياد هوکړه ليک مالي لګښت ۳۶۶ زره او ۳۵۰ يورو دی او د المان هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لورې ورکول کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS