په عراق کې دوه تنه افغان مهاجر له بنده آزاد شول

دوه تنه افغان مهاجر، چې په عراق کې بندیان وو، د حوت په ١٧ مه نیټه له بنده آزاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز ولایت د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان څلور میاشتې مخکې هڅه کوله، چې له ایران څخه په ناقانونه توګه عراق ته ولاړ شي، خو د عراق پولیسو د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې ونیول، او درې میاشتې یې د بصرې ښار په زندان کې تېرې کړې.
له خوشې کېدو وروسته، هغوی د ایران له لارې افغانستان ته داخل شول، او له بشري مرستو تر لاسه کولو وروسته، خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.