د بادغیس د کډوالو چارو امر د دوو همکارو موسسو له مسوولینو سره ولیدل
د بادغیس ولایت کډوالو چارو امر مولوي نیک محمد خبیب وړمه ورځ د وارچایلد او واسا موسسو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د هر اړخیزو خدمتونو پر وړاندې کولو او د راستنېدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سروې او پر هغوی د مرستو د ویش پر څرنګوالي په اړه بحث او نظر تبادله وشوه