د بلخ د مهاجرینو چارو رییس د ترکیې د قونسلګرۍ دیني مسول سره وکتل

د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي اسدالله وفا په شمال زون کې د ترکیې هېواد د قونسلګرۍ دیني مسول ښاغلي محمد نور اردوغان سره وکتل.
ښاغلي محمد نور اردوغان د خپل سفر په اړه ښاغلي وفا ته معلومات ورکړل او ویې ویل: زموږ د راتګ موخه د اسلامي همدردۍ څرګندول دي، چې د راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو په اړه معلومات راټول کړو او دا معلومات زموږ له مرستندویو بنسټونو سره شریک کړو.
هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د روژې مبارکې میاشتې په راتلو سره به سلګونو کورنیو ته د خوړو کڅوړې ووېشي.
ښاغلي وفا هغه ته ښه راغلاست ووایه او د ترکیې له مرستندویو بنسټونو، موسسو او سوداګرو څخه یې له مهاجرینو سره د مرستې له امله مننه وکړه.
د مهاجرینو چارو رییس زیاته کړه: په بلخ ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شويو او داخلي بې ځایه شويو سره تر یو حده مرستې شوې دي، خو لا هم اړتیا شته چې د هغوی لپاره د کار فرصتونه، خوراکي او غیر خوراکي مرستې برابرې شي.