د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په صبریو ولسوالۍ کې له ګڼ شمېر علماو، قومي مخورو او مجاهدینو سره وکتل.

sadam_morr
Mon, Jan 27 2025 10:01 PM
_
په دې ناسته کې د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو د وزارت معین شیخ فقیر محمد محمدي سربېره ځایي قومي مخورو، علماو، د اسلامي امارت ډلګۍ مشرانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.
ځايي قومي مخورو او علماوو محترم مولوي عبدالکبیر ته د ښه راغلاست پر مهال د بوختیاو سربېره لرې پرتو سیمو ته د نوموړي د سفرونو له امله مننه وکړه.
علماو او قومي مخورو اسلامي امارت ته په ځینو برخو کې د هڅو وړاندېزونه وکړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي نظام د راتګ لپاره د صبریو د قوم قربانۍ د ټول ملت ویاړ وبللې او له اسلامي امارت سره یې د هغوی د همکاریو یادونه وکړه.
محترم وزېر وویل، پخواني صالح او د اسلامي امارت مجاهدین څوک په یو او بل نامه نه شي سره بیلولي.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د کابل د تېرې ادارې د ظلم په مقابل کې عفوه وکړه او د غچ اخیستلو فکر یې له منځه یووړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د خبرو پردوام د اسلامي امارت سیاسي مخالفینو ته د افغانستان دروازې پرانیستې وبللې او زیاته یې کړه چې په بهر کې مېشت مخالفین کولای شي په ډاډه زړه راستانه شي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS