حقاني: مهاجرین دې د کوربه هېوادونو اصولو او قوانیونو ته درناوی ولري

sadam_morr
Tue, Oct 29 2024 3:18 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني لوګر ولایت کې ٧٠ کورنیو ته د بشري مرستو د ویش پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې له افغان مهاجرینو وغوښتل، چې د کوربه هېوادونو اصولو او قوانیونو ته درناوی وکړي او له داسې کړنو ځان وژغوري، چې له امله یې ټولو مهاجرینو ته ستونزې جوړېږي
نوموړي زياته کړه، دا چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم او سرتاسري امنیت تامین دی، نو ټول مهاجرین باید نور پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي
د یادونې وړ ده، چې په دغه سفر کې ښاغلي حقاني د لوګر ولایت د شهیدانو شپږو کورنیو ته د افغانستان اسلامي امارت له لورې مرسته شوې درې سوه زره افغانۍ نغدي مرستې وسپارلې او په نږدې اويا کورنیو یې د چین بشري مرستې، کمپلې او خیمې وويشلې او نغدې مرستې يې ورسره وکړې

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS