کندهار کې ۹۱۵بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د کندهار ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې له لورې د دې ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۱۵ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
يادې کورنۍ چې د د سېلابونو له امله ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۳مه هرې کورنۍ سره يو اندازه نغدي مرسته ترسره شوه.