جوزجان کې لسګونو راستنو شویو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

sadam_morr
-

دجوزجان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو  چارو رياست د راپور له مخې، له ګاونډيو هيوادونو څخه ٣٥ جبري راستنو شویو ته د تلې پر پنځه ویشتمه د حرفوي زده کړو پروګرام پيل شو.

دا پروګرام د افغان خيريه او پراختیایي موسسې په همکارۍ د موبايل ترميم او کيک پخولو په برخو کې چې نارينه او ښځينه زده کوونکي پکې شامل دي، په شپږو مياشتو کې د دغو برخو د استادانو له خوا تخنيکي او حرفوي زده کړې ورکول کېږي.