مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Sat, Aug 31 2024 11:41 AM

په مهاجرینو وزارت کې د پیشرو افغان او EPEK INTERNATIONAL موسسې سره د ۸۸ زره او ۷۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د یادو هوکړه لیکونو له مخې، د پیشرو انکشافي افغان موسسې سره د ۷۵ زره ۵۹۰ ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې په بامیانو لایت کې ۲۶۱ کسانو لپاره د ګدوزۍ زده کړې او سوداګرۍ د پراخوالي په برخه کې په مصرف رسوي او د ۱۳ زره ۱۷۶ امریکايي ډالرو په ارزښت له EPEK INTERNATIONAL موسسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې د کابل ولایت استاد خلیل الله خلیلي ښارګوټي کې د ۳۵۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو په برابرولو کې په مصرف رسوي.

یاد هوکړه لیکونه د مهاجرینو وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د یادو بنسټونو د استازو تر منځ لاسلیک شو

Latest news

BACK TO NEWS