کډوالو چارو وزارت کې د ۱۳۴ ميلونو افغانيو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
Sat, Jun 29 2019 2:02 PM
کډوالو چارو وزارت  کې د ۱۳۴ ميلونو افغانيو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهر خدا صبار له بېلا بېلو موسسو سره بېځايه شو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۱۳۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د همکاريو ۹ هوکړه ليکونه د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۶مه په ياد وزارت کې لاسليک کړل.

دغه هوکړه ليکونه د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې، ( راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د دوامداره بديل معشيت رامنځ ته کولو، د طبيعي پېښو او جګړو له امله د زيانمنو شوو سره د بېړنيو غذايي موادو وېش، د بېځايه شوو او راستنېدونکو د روغتيايي فعاليتونو پلي کولو، دجنګ او وچکالۍ له امله بېځايه شوو سره دخېمو، دغيرې خوراکي موادو ژمنيو کڅوړو، د ټولنيزو رواني او روغتيايي مشورو وړاندې کولو، له ځانګړړو اړمنو کورنيوسره مرستې او مديريت پروژې پلي کولو  او دملګرو ملتونو دمرستو دوېش مرکز ساتنې او څارنې )  په موخه به پلی شي.

ياد هوکړه ليکونه په ولايتونو کې د کډوالو چارو رياستونو او(ACHRO،CHA،WSTA،BEST،NCRO،IPSO) موسسو په همکارۍ به په بېلابېلو وختونو کې اجراشي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS