د وروستیو طبیعي پیښو له امله په ننګرهار ولایت کې د تورخم عمري کیمپ زیانونه معلوم او زخمیانو ته نغدي مرستې وویشل شوې.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو ریاست د راپور پر اساس، یو هیئت چې د ننګرهار ولایت مرستیال والي، د طبیعی پيښو سره د مبارزی سرپرست، د مهاجرینو رئیس او د دولتي ادارو استازي په کې شامل وو، د وروستیو طبیعي پیښو له امله د تورخم عمري کمپ زیانونه وڅېړل او د سرطان میاشتي په ۲۷مه یې ۲۷ تنو زخمیانو ته نغدي مرستې وویشلې.
د یاد کمپ مسؤلینو وویل:
د وروستیو بارانونو او طوفان له امله، په عمري کمپ کې ۵۵۰ خیمې، لسګونه سولر پلېټونه، احاطوي دیوالونه او سړکونه ویجاړ شوي، چې اوسمهال سلګونه خیمو، احاطوې دیوالونو او د اوبو ټانکرو مرستو ته اړتیا ده.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري خبرې وکړې او د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې سرپرست، مولوی نورالدین ترابی تورخم ته د خپل سفر موخه متضررینو سره مرسته، د زیانونو ارزونه او د بیا رغونې لازم اقدامات وبلل.
په پای کې مسؤلینو له زیانمنو شویو سیمو څخه لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه به د کمپ د اساسي بیا رغونې لپاره له مرکزي مسؤلینو سره شریک کړي.