بغلان کې د سیلابونو له امله سلګونه کسان مړه او تر زرو زیات ټپیان شوي دي

sadam_morr
Sun, May 12 2024 10:07 AM
_

د بغلان ولايت د مهاجرینو چارو رياست د معلوماتو له مخې، هلته د مهاجرینو چارو رييس محمد ابراهيم عمري د دغه ولايت د برکه او مرکزي بغلان ولسواليو ته لاړ او هغه سيمې يې له نږدې وليدې، چې خلک يې د نورو په پرتله ډېر زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوی، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال کلي او د سولې ښارګوټي او د برکه ولسوالۍ د شرشر په کلي کې د سیلاب له امله ۳۱۵ تنه شهیدان، یو زر او ۶۳۰ تنه ټپیان، دوه زره او ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زر ۱۰۰۰ څاروي له منځه وړل شوي.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړنۍ شمېرې دي او د مالي او ځاني زیانونو د لا زیاتېدو احتمال شته.

Latest news

BACK TO NEWS