فاریاب کې له ۲۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

په فاریاب ولایت کې پر ۲۵۰ بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري راستنو شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ وړاندې د دغه ولايت په پښتونکوټ او دولت اباد ولسواليو کې د کډوالو چارو رياست له خوا سروې شوې وې او د اکټیډ موسسې له خوا د ۸ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه، چې د هلته دکډوالو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوه.