ننګرهار کې له زرو زياتو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
پرون یکشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۶مه نیټه په ننګرهار ولایت کې یو زر او ۳۷۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي شامل وو، چې وړاندې د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د جلال اباد ښار په ناحیو کې اړمن پیژندل شوي وو.
دا مرسته د خوړو نړیوال سازمان له خوا د ۶ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت وه، چې د مهاجرینو ادارې په څارنه ووېشل شوه.