د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ددې وزارت د دېوالونو د جوړولو له کار څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
Tue, Jun 11 2019 9:24 AM
معین مالی  و اداری

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي د غبرګولي په ۲۰مه د ياد وزارت د دېوالونو جوړولو د کار له جريان او پرمختک څخه ليدنه وکړه.

مالي او اداري مرستيال د کار دچټکوالي او د ښه کيفيت د غوښتنې ترڅنګ  قرار دادي شرکت مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په قرار داد کې تر ټاکلې مودې پورې دې خپل کارونه بشپړ کړي.

نوموړي همدارنګه د انجينيرۍ رياست مسولينوته لارښونه وکړه چې دوی ته دې د کار له پرمختګ او څرنګوالي څخه هره ورځ  راپور ورکړي.

Latest news

BACK TO NEWS