په بلخ ولايت کې له لسګونو کورنيو سره مرسته وشوه

۱۴/۱۱/۱۴۰۲
د بلخ ولايت د كډوالو چارو رياست د سلواغې په ۱۳مه نېټه دغه ولايت ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د ۸۶ جبري راستنېدونکو کورنيو سره د مرستو د وېش اعلان وکړ.
يادې شوې مرستې په درېيو کټګوريو کې (١٨ زره، ٣٦ زره او ۵ زره او ٢٠٠ افغانۍ) د نړيوال مرستيال او د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا شوې وې، چې هرې کورنۍ له پېژندنې وروسته ترلاسه کړې