تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۲۷۶ افغان مهاجرین د سلواغې پر ۱۰ مه نېټه د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپل هېواد تته راستانه شول.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۰ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

هرې کورنۍ ته د ګومارل شوې کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۳۱کورنۍ چې ۱۳۵ تنه کېږي په جبري توګه له دغې پولې څخه راستنې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ  او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.