د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
Mon, Jan 22 2024 8:44 AM
-

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب مشرې میرمن شوکو شیموزاوا او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په ناسته کې آغلې شیموزاوا، چې تازه له پاکستان نه راغلې وه، ددغه هېواد د سفر جزیات له وزیر صیب سره شریک کړل، نوموړې وویل: مونږ په پاکستان کې د کورنیو، بهرنیو او سفران له وزارتونو سره ناستې وکړې، د مهاجرینو ستونزې او مشکلات مو ورسره شریک کړل او غوښتنه مو وکړه، چې د مهاجرینو کارتونه تمدید او ورسره په چلند کې له نرمښت کار واخستل شي

د مهاجرینو چارو وزیر وویل: په تېر یوه کال کې له یو میلیون زیات مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او د خدای په مرسته اسلامي امارت توانېدلی، چې ټول په ابرو او عزت سره خپلو سیمو ته ورسوي او لازمې مرستې ورته برابرې کړي، که نړیوالې ادارې خپلې مرستې په سمه توګه ورسوي، هیڅوک به بې سرپناه او بې سرنوشته پاتې نشي
نوموړي په کارونو کې په همغږۍ او تفاهم ټینګار وکړ او دا چې کارونه باید د اسلامي امارت له اصولو او مقرراتو سم ترسره شي

مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل، دا چې له مهاجرینو سره د پاکستان حکومت له لورې نا انصافي وشوه، دلته باید دوی سره نا انصافي ونشي او ټول راستانه شوي، راجستر او غیر راجستر مهاجرین یو ډول حقوق ترلاسه کړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS