د ننګرهار ولایت د سرحدي پولیسو د همغږۍ غونډه تر سره شوه

د ننګرهار ولایت سرحدي آمر بخت جمال ګوهر د مرغومې پر ۲۸مه د دغه ولایت د یو شمېر همکارو موسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
سرحدی آمر له اړمنو راستنېدونکو سره د یادو بنسټونو د مرستو ستاینه وکړه.
د یادو ادارو مسؤلینو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د فرصتونو د رامنځته کولو او ښې همغږۍ او پر وخت د ستونزو د حل له امله یې سرحدي ځواکونه وستایل
هغه هم راتلونکي پلانونه له هغه سره شریک کړل، دوی ډاډ ورکړ، چې شته فرصتونو او نوښتونو ته په کتو به خپل کاري ساحه پراخه کړي او هره اداره باید د خپل کاري ځای ساتلو ته ژمن وي او د سرحدي آمریت له حکم سره سم خپل پلانونه پرمخ وړي او د مخکې ټاکل شویو اهدافو برابر کار وکړي.
د ناستې په پای کې سرحدي آمر له ټولو ګډو بنسټونو څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه و کړه.