د هېواد په پولو کې؛ له پاکستان څخه تر سلو زیاتې راستنېدونکې کورنۍ له لومړنیو مرستو برخمنې شوې
د ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات، کابل او پکتیکا ولایتونو په پولو کې پرون مرغومې ۲۵ مه له پاکستان څخه ۱۰۷ کورنۍ چې ۳۴۱ تنه کېږي د ګومارل شوو کمېټو له خدمتونو څخه برخمنې شوې.
د ننګرهار ولایت له تورخم پولې څخه ۳۸ کورنۍ چې ۸۱ تنه کېږي راستنې او د کمېټې له خوا ثبت او بایومټریک شوې، ۲۱ کورنیو سره ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، د ۳۶ کسانو په ګډون ۶ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته د تګ لپاره هرې کورنۍ ته زر زر افغانۍ ورکړل شوې او ۲۸ کورنۍ موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې.
په عمري کمپ کې ۶۸۰ کڅوړې چمتو شوي خوراکي توکي، ۶۰ زره لیتره پاکې اوبه، کمپلې، غالۍ، ګاز ډبې او ۲۰ کځوړې خام خوراکي توکي او ۸۲ سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۳۳ تنه چې مسلکي او حرفوي اسناد یې درلودل کمیټې سره ثبت شول
۲۹۴ ماشومانو ته چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکۍ او عامه پوهاوي په برخه کې معلومات ورکړل شول او همدارنګه د رواني روغتیا په موخه ماشومانو ته د لوبو او تفریح پروګرامونه جوړ شول او ۴ ماشومان چې پخوا بې کوره شوي وو ،خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د جوماتونو او پوهنې د تنظیم کمیټې له خواد ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ ۳۸ زده کوونکو سره د زده کړو د دوام، د نوم لیکنې د طرزالعمل او په ښوونیزو مرکزونو کې د ورته اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه مرسته وشوه.
ياده کمېټه وايي، هغه کډوال چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د اولادونو زده کړې يې نيمګړې وي، د لومړنيو پړاوونو له تېرولو وروسته په رسمي ډول خپلو ولايتونو ته د زده کړو د بشپړولو په موخه ورپېژتدل کېږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې مهاجرینو ته د نوم لیکنې، انتقال، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هیواد او اسلامي نظام پېژندنې مهاجرت، صبر او تعلیم په اړه ګټور معلومات وړاندې کړل.
دغه راز راستنېدونکو ته دننګرهار ولايت د آمر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري دبېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل شول او د مهاجرت نړيوال سازمان په همغږۍ ورته د مهاجرت ۲۵ ډوله فورمې ووېشل شوې.
دغه راز د کندهار ولايت د سپين بولدک له پولې څخه د ١٠٥ تنو په ګډون ٢٤ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې او ثبت شوې، ٣٢ کورنۍ په موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ٢٤ کورنيو هرې یوې ته لس زره افغانۍ، ٥٥٠ کڅوړې خوراکي توکي او د څښاک اوبه ووېشل شوي، ۲۸۰ کسانو درملنه وشوه ۵۲۸ کسانو ته د روغتیا په اړه معلومات ورکړل شول، خیمې، کمپلې او ۱۰۴ سیمکارتونه وویشل شول او ۶۷ تنه چې مسلکي اسناد یې درلودل کاري کمیټې سره ثبت شول.
۴۵ ماشومانو ته چاودېدونکو توکو څخه د ساتنې، پاکوالي، او عامه پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شول او ماشومانو ته د ذهني روغتیا په موخه د لوبو او تفریح پروګرامونه هم برابر شول.
د پکتیکا ولایت د انګورهډې سرحد کې ۲۷ ډوله خوراکي توکي او د څښاک پاکې ووېشل شوې، او د اطلاعاتو کمیټې لخوا د ثبت، ترانسپورت، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد او اسلامي نظام پېژندنې، مهاجرت، صبر، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات وړاندې شول.
د نیمروز ولایت له ورشیمو څخه د ۱۵۵ کسانو په ګډون ۴۵ کورنۍ ثبت او یو زر ۲۴۳ مهاجرین راستانه شول، ۴۸ کورنۍ موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، ۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۰ زره افغانۍ او ۳۹ ډوله سیمکارټونه ووېشل شول او ۱۴۸ کسانو ته عامی پوهای ورکړل شو.
۱۵۵ تنو ته د نوم لیکنې، ترانسپورت، مالي مرستو، لنډ مهاله استوګنې او د هېواد او اسلامي نظام پېژندنې، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور معلومات ورکړل شول.
او هرات ولایت کې ۲۵ کورنۍ د بې ځایه شویو موقتي کمپ کې ځای پر ځای شوې، کابل ولایت څخه ۲۵ تنو په ګډون ۸ کورنۍ د ترانسپورټ کمیټې لخوا کندز او بغلان ولایتونو ته انتقال شوې او ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورته د لارې کرایه ورکړل شوه.