د نورستان ولایت د مهاجرینو چارو نوی آمر وپېژندل شو

د نورستان ولایت د مهاجرینو چارو نوی امر مولوی شهاب الدین "ثاقب " پرون د مرغومې پر ۲۵ مه دیو لړ مراسمو په ترڅ کې وپېژندل شو
په دغو مراسمو کې د نورستان ولایت والي شیخ شیر احمدحقاني په ګډون یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
والي په خپلو خبرو کې د مهاجرینو چارو آمر ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ هغه ته پهچارو کې د پاک رب له دربار څخه بریالیتوبونه وغوښتل
نوي آمر د ورسپارل شوي مسولیت د ښه ترسراوي او د ښو خدمتونو دوړاندې کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې خپل ورسپارل شوی مسولیت به په پوره رښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره کوي او له خپلو همکارانو او کارمندانو سره به په همغږۍ او مشوره مخ ته ځي.