خوست ولایت کې پر لسګونو کورنیو برېښنا ووېشل شوه

خوست ولایت کې د مرغومې پر ۲۴ مه پر ۶۰ بې ځایه شوو او راستنوکورنیو د لمریزې بریښنا وسایل ووېشل شول.
هرې کورنۍ چې مخکې د مهاجرینو ریاست لخوا پیژندل شوې وه، دوه سولر، یوه بترۍ او ۱۰ ډوله نور وسایل چې د برک موسسې له خوا مرسته شوي وو د خوست مرکز کې ترلاسه کړل.