په فارياب ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د مرغومې میاشتې په ١٨مه نیټه په فارياب ولايت کې له ايران او پاکستان څخه په ٤٠٠ اړمنو راستنو شويو کورنيو باندې خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. يادې شوې کورنۍ څه موده وړاندې له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته راستنې شوې وې.
په یادو مرستو کې ۱۲ قلمه خوراکي، غیر خوراکي او صحي توکي شامل وو، چې د فاریاب ولایت د بیړنیو حالاتو د کمیټې له لورې تر پېژندنې وروسته د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې تر لاسه کړې.