د بلخ ولایت له علماو، سواداګرو، قومي مخورو، ولایتي مسولینو او محلي چارواکو سره ګډه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
Tue, Dec 26 2023 8:30 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني په مشرۍ د بلخ ولایت له علماو، د وطاق تجارت مسولینو، اتحدیو رئیسانو، صنعتکارانو، قومي مخورو، ولایتي مسولینو او ځایي چارواکو سره ګډه ناسته ترسره شوه
په پیل کې د علماو، قومي مشرانو او خیریه بنسټونو په استازولۍ څو تنو خبرې وکړې، دوی راستنو شوو مهاجرینو ته د اسلامي امارت هراړخیزې هڅې وستایلې، بلخ ولایت ته یې د مهاجرینو چارو وزیر له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنتیا یې څرګنده کړه، چې د راستنو شوو مهاجرینو سره به ډول همکاري کوي او ترخپل توانه به ددوی لاسنیوی کوي
ورسته د مهاجرینو چارو سرپرست هراړخیزه وینا وکړه نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د راستنو شوو مهاجرینو لاسنیوی وکړي او په صنعت، تجارت او نورو لویو او وړو قرادادونو او پروژو کې دوی ته د کار روزګار زمینه او د دولتي او خصوصي پوهنتونو مشران دې د زدکړو زمینه ورته برابره کړي
نوموړي د ولسونو ترمنځ په وحدت او یووالي ټینګار وکړ

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS