د وزارت سرپرست وزیر کندوز څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Sun, Dec 24 2023 2:24 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د خپلو سفرو په لړ کې کندوز ولایت ته په سفر لاړ.
سرپرست وزیر په دې سفر کې د یاد ولایت له مخورو او چارواکو سره لیدنې وکړې او له هغوی څخه یې د د جبري راستنېدونکو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
له دغه سفر څخه د سرپرست وزیر موخه په یاد ولایت کې د راستنېدونکو د وضعیت کتنه او د هغو لپاره د مرستو راټولول و.

Latest news

BACK TO NEWS