په یو شمېر ولایتونو کې له څه باندې۴ زرو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د روان کال د لړم میاشتې له ۲۰ مې څخه تر ۲۵ مې نېټې پورې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمي واحدونو له لوري د  هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو او بې ځایه شویو ۴ زره او ۴۴ کورنیو سره مرسته وشوه.

په (کندهار، ننګرهار، هرات، سمنګان، هلمند، اروزګان، غور، فراه، لغمان، پکتیکا، نورستان، کندز، کاپیسا، سرپل، بغلان، فاریاب، جوزجان، بامیان او بلخ) ولایتونو کې هرې یوې کورنۍ ته د اړوندو ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو او یو شمېر نړۍوالو مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د نغدو پیسو، خوراکي توکو او جامو په ګډون د مرستو کڅوړې ووېشل شوې.