د مهاجرینو چارو سرپرست د هرات ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
Sun, Nov 12 2023 1:46 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د مهاجرینو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو وزیر د یاد ریاست د چارو ارزونه وکړه، د دوی مشکلات یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ

ښاغلي حقاني د ریاست کار کوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرینو له پاره شپه او ورځ چمتو اوسېږي او له هرې ممکنې لارې د دوی خدمت وکړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS