حقاني د هرات زلزله ځپلو ته په خطاب کې: اسلامي امارت به تر هغه وخته له تاسو سره همکاري کوي چې ستاسې کورونه آباد او ژوند مو عادي حالت ته راشي

anwari_morr
Sat, Nov 11 2023 2:48 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني دغه څرګندونې د هرات ولايت  زنده جان ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو سيمو څخه د ليدنې پر مهال د دغه پېښې له قربانيانو سره د خپرو پر مهال وکړې.
هغه، شهيدانو ته د مغفرت او زخميانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقاني يادو زخميانو ته ډاډ ورکړ، ويې ويل: چې اسلامي امارت به تر هغه وخته ستاسې ملاتړ ته دوام ورکړي، تر څو مو چې کورنه بيا روغول شوي نه وي او ژوند مو عادي حالت ته نه وي راګرځېدلی.
د زنده جان ولسوالۍ مشرانو د ښاغلي حقاني او د اسلامي امارت د بېړنيو اقدامات او خدمتونو ستاينه وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS