نیمروز، میلک د راستنېدونکو لپاره د خدماتو د چارو ارزونه وشوه

anwari_morr
Thu, Nov 09 2023 8:45 PM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني له ایران هېواد څخه د نیمروز، میلک له لارې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره، د تثبیت، صحت، خدماتو او نورو کاري کمېټو د کارونو ارزونه وکړه
ښاغلي حقاني له رسنیو سره په خبرو کې وویل، اسلامي امارت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره ټولې هغه لارې چارې پکار اچولي، چې د مهاجرينو د پایدار ادغام او اساسي ستونزو ته د رسېدنې لپاره ګټورې ثابتېږي
نوموړي له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه، چې هرڅوک دې د خپل توان مطابق د راستنېدونکو مهاجرینو لاسنیوی وکړي
ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې په میلک دروازه کې کارونه چټک روان دي او د لا چټکتیا په موخه به یې پرسونل نور هم ورزیات او امکانات به ورته پوره کړي

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS