د کورنيو چارو وزارت سرپرست، له کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند عادلانه، نه دی

anwari_morr
Thu, Nov 09 2023 8:31 AM
_

د کورنيو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره  ليدنه وکړه.
د کورنيو چارو سرپرست وزير هېواد ته د خپلو هېوادوالو د راستنېدونکو هر کلی وکړ او له افغان کډوالو سره يې د پاکستان حکومت روان چلند له انصافه لرې وباله او  ويې ويل: چې د دومره بد چلند له امله یې په پاکستان هم زړه خفه دی چې دومره کمزوري اخلاق يې  وکارول.
نوموړي په ياد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو ځلو مننه وکړه او کډوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې دلته به ور ته اسلامي امارت ټولې اسانتياوې او چوپړتياوې برابرې کړي.
راستنو شويو کډوالو په استازيتوب هم يو شمېر کډوالو خبرې وکړې او له شته سهولتونو يې خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS