د مرکزي اسیا له پاره د اروپایي اتحاديې د پراختیايي مرستو مشرې د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
Wed, Oct 25 2023 2:28 PM
Sadam Anwari

چهار شنبه، ۱۰ ربیع الثاني ۱۴۴۵/ ۳ لړم ۱۴۰۲
د مرکزي اسیا له پاره د اروپایي اتحادیې د پراختیایي مرستو مشرې آغلې سارا او د اروپایي اتحادیي د سفیرې معاون ښاغلي لوډویک او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې د مهاجرینو په ستونزو، په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله د بې ځایه شوو او ورسره د بشري مرستو په څرنګوالي بحث او خبرې وشوې

آغلې سارا وویل: اروپایي اتحادیي د هرات د زلزله ځپلو له پاره څلورنیم میلیونه یورو مرسته اعلان کړې او د راستنېدونکو له پاره یې د مهاجرت له نړۍوال سازمان سره د ۱۵ میلیونه یورو تفاهمنامه لاسلیک کړې ده، دا ټول د دې ښکارندویي کوي، چې مونږ د مهاجرینو د راتګ له پاره اماده یو او مونږ افغانان هیڅکله یوازې نه پرېږدو

د مهاجرینو چارو وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د مرستو مننه وکړه او ویې ویل: د افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي، خو متأسفانه مثمره پایله یې نه ترسترګو کېږي، زیاتې مرستې د مؤسساتو په اداري لګښتونو او په بې ضرور ته پروژو مصرفېږي، هغه زیاته کړه، مرستې دې مهاجرینو ته په دایمي سرپناه، کلینیکونو، مکتبونو او نورو بنسټیزو پروژو مصرف شي تر څو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راشي

نوموړي وویل: مونږ په ۲۸ ولایتونو کې د مهاجرینو له پاره ښارګوټي لرو، چې په هغو کې د مهاجرینو د بیا مېشتولو له پاره لومړنیو اسانتیاوو چمتو کولو ته اړتيا ده او مرستندویه هېوادونه او بنسټونه دې په دې برخه کې مرستې وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS