د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په مشرۍ د جبري راستنېدونکو د استوګنې د موقتي کمېټې ناسته د قندهار ولايت د اجرايوي کمېټې سره تر سره شوه

د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او د جبري راستنېدونکو د استوګنې د موقتي کمېټې رئيس مولوي عبدالرحمن راشد د قدهار ولايت په سپين بولدک کې د اجرايوي کمېټې سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د قندهار ولايتي اجرايوي کمېټې مسؤلينو د سپين بولدک د صفري نقطې تر څېرمه د انتظار خونې او تشنابونو د جوړېدو، د تخته پول ولسوالۍ کې د موقتي کمپ د جوړېدو او په دغه ولايت کې د راستنېدونکو د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او د حل په موخه يې خپل وړانديزونه وړاندې کړل.
د جبري راستېدونکو د استوګنې موقتې کمېټې په ياده سيمه کې د انتظارګاه، تشنابونو او د موقتي کمپ د جوړېدو د کار پر چټکتيا ټينګار وکړ او د مطرح شوو ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.
د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د جبري راستنېدونکو د استوګنې موقته کمېټه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو پراختيا او د روغتيا وزارتونو او افغان سرې میاشتې مرستيالانو د رياست الوزرا د مقام د لار ښوونې پر بنسټ د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د رسېدو له پاره ټاکل شوي دي.