جوزجان کې ۱۸ شلټرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې د والي په شتون کې د ۱۸ شلټرو د ګټې اخيستنې ته د سپارلو خبر ورکړ.
د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره يادې شلټرې د بنياد خيريه صدقه په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست په همغږۍ د ۱۸ کورنيو له پاره، چې څو کاله مخکې د فارياب ولايت څخه جوزجان ولايت ته را کډه شوې وې او په خېمو کې يې ژوند کاوه جوړې شوې.
سرچېنې زياتوي، چې جوړې شوې شلټرې يوه دناستې خونه، يو دهليز، حمام او پخلنځي لري، چې د يو زرو او ۱۷۰ آمريکايي ډالرو په مالي لګښت سره جوړشوې.
يادې سرپناوې د جوزجان ولايت د والي قاري ګل حيدر شفق او د مهاجرينو چارو د رئيس په شتون کې مستحقو کورنيو ته وسپارل شوې.