بلخ کې ۲۴ کورنيو ته د صابون جوړولو وسايل ورکړل شول

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۲۴ کورنيو ته د تلې په ۴مه د صابون جوړولو د وسايلو د وېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ، چې مخکې ورته د صابون جوړولو په برخه کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې وې د پکو مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته د صابون جوړولو ۲۲ قلمه وسايل ووېشل شول.