لسګونه افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو آزاد شول
۶۰ تنه افغان مهاجرين، چې د پاکستان په کراچۍ زندان کې بنديان وو، له بنده آزاد او د تلې په ۴مه هېواد ته راستانه شول.
د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمريت د معلوماتو له مخې ياد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ۴ مياشتې په بند کې وو، چې له آزادېدو ورسته د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.