د هېواد په يوشمېر ولايتونو کې له څلور زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
په تېرو اوو ورځو کې په ولايتونو کې د مهاجرينوچارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لارې په ۱۰ ولايتونو کې څلور زره او ۴۹۸ کورنيو سره د چنګاښ د ۳۱ نېټې څخه د زمري تر۵ مې مرستې شوي.
يادې کورنۍ،چې مخکې د تېرو جګړو او طبي پېښو له امله په هرات، بادغيس، پروان، نورستان، قندهار، سمنګان، ميدان وردګ، سرپل، ننګرهار او جوزجان ولايتونو کې بېځايه شوې وې د مهاجرينوچارو ادارو له لارې ورسره د يو شمېر همکارو مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د خوراکي توکو، نغدي پيسو او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي دي.