بلخ کې (۱۳) کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د (NRC) موسسې له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۳) کورنيو سره د غبرګولي په (۲۹) مه د حرفوي وسايلو او نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ چې مخکې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې په چهاربولک ولسوالۍ کې سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته په مراز شريف ښارکې  (۳۴) زره افغانۍ نغدې او د حياطۍ وسايل ووېشل شول.