د مهاجرينو چارو وزارت ډريورانو ته  روزنيز  ورکشاپ ترسره  شو

sadam_morr
Sat, Jun 10 2023 12:37 PM
-

د ترانسپورت وزارت او د کابل  ولايت د ترافيکو رياست په همغږۍ د مهاجرينو چارو  وزارت  ډريورانو  ته د ترافيکي قوانينو او د موټرو د ساتنې په اړه  د غبرګولي په (۲۰) مه رو زنيز ورکشاپ ترسره  شو.
په ياده برنامه کې، چې د يوې ورځې لپاره د مهاجرينو چارو وزارت  د ناستو په تالار کې  ترسره  شوه، په لومړي سر کې د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو رئيس مفتي مدير ګل احمدي د موضوع اړوند خبرې وکړې او د موټر چلوونکو په مسلکيتوب، وړتيا، ښو اخلاقو او د وسايطو په ساتنې يې ټيڼګار وکړ.
وروسته د ترانسپورت وزارت استازي انجينر حنيف الله د موټر چلوونکو د تخنيکي او عملياتي مکلفيتونو، وسايطو د ساتنې، ترافيکي مقرراتو او د وسايطو څخه د ښې استفادې په اړه د ورکشاپ ګډنوالوته  پريزينټيشن وړاندې کړ.
هغه په خپلو خبرو پردې ټينګار وکړ، چې له ياد ورکشاپ څخه دې اغېزمنه استفاده وشي او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه ورکشاپ به د تخنيکي او مسلکي خدمتونو کيفيت لوړ کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS