د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي د لوګر ولایت له مرستیال والي سره لیدنه وکړه

sadam_morr
Wed, May 31 2023 10:02 PM
-

 د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کوله د لوګر ولایت له مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع سره لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او سېلاب ځپلو کورنیو د شته ستونزو پرحل او هغوی ته د خدماتو په وړاندې کولو خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي له یو بل سره په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ ویې ویل، چې په لوګر  ولایت کې به اړمنو او مستحقو کورنیو ته د مرستو د وېش برنامه د ولایت مقام سره په همغږۍ پلې شي.

د لوګر ولایت مرستیال والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت دکړنو څخه مننه وکړه او د دغه وزارت د برنامو د پلي کولو په برخه کې یې د همغږیو او همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS