د مهاجرينو چارو وزارت کې د څه باندې (۷۰۰) زره امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
Tue, May 30 2023 3:38 PM
_

د مهاجرينو چارو وزارت او څلورو همکاريو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د لاسليک شوو هوکړه ليکونو مالي لګښت ( ۷) سوه (۵۲) زره او (۹۲۰) امريکايي ډالره کېږي،چې له مخې به يې (۱۷) زره او (۵۱۰) کورنيو سره په هلمند، باميان، هرات او بادغيس ولايتونوکې نغدي، روغتيايي، خوراکي، غير خوراکي، د عامه پوهاوي د سيمينارونو ترسره کولو  او  د ظرفيت لوړونې په برخه کې خدمات ترسره کوي.

ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او  (CRDSA,HRRAC,ADRA,WASSA) موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

Latest news

BACK TO NEWS