د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د نورستان له مرستیال والي سره وکتل

sadam_morr
Sat, Apr 29 2023 11:56 AM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د نورستان ولایت له مرستیال والي مولوي فیصل مختار سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې په نورستان ولایت کې راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شوو ته سرپناه جوړولو، بشري مرستو رسولو او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وشوې
ښاغلي خروټي ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې نورستان ولایت ته ځانګړې پاملرنه کېږي او هڅه کوو، چې ټولې هغه کورنۍ چې د بېلا بېلو ستونزو امله بې ځایه شوي دي، د سرپناه له جوړولو وروسته خپلو سیمو ته انتقال کړو

Latest news

BACK TO NEWS