د مهاجرينو چارو وزارت د (۱۴۰۲) کال د پلان د نهايي کولو په موخه ناسته تر سره کړه

sadam_morr
Mon, Apr 03 2023 12:38 PM
-

د مهاجرينو چارو وزارت د (۱۴۰۲) کال د پلان د نهايي کولو ناسته، د مرستيالانو، مرکزي رئيسانو او کار کوونکونکو په ګډون د وزارت د ناستو په تالار کې ترسره  شوه.
د ناستې په  لومړي سر کې د مهاجرينوچارو وزارت  مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د پلان د جوړولو، د هغه د اهميت او د ادارې په راتلونکو کارونوکې د پلان د رول په اړه خبرې وکړې  او د ناستې د ګډنوالو څخه يې غوښته وکړه،کوم پلان چې د پلان او پالېسۍ رياست له لورې جوړ شوی په اړه يې  خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي، ترڅو د نوي کال پلان وروستی او د وزارت د ټولو څانګو له خوا تائيد او د قناعت وړ وګرځي او د چارو ادارې سره يې شريک کړي.

Latest news

BACK TO NEWS