د مهاجرینو چارو وزیر د ننګرهار چمتلې ښارګوټي له مشرانو سره وکتل

anwari_morr
Wed, Mar 15 2023 8:50 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ننګرهار ولایت د چمتلې د مهاجرینو ښارګوټي له مشرانو سره په خپل کاري کې ولیدل
په دغه ناسته کې د چمتلې د مهاجرینو ښارګوټي اړوند په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې ښاغلي حقاني د مهاجرینو د ښارګوټو جوړونه او په هغې کې د ژوند اسانتیاوې رامنځته کول له خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل، او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ټولې ستونزې به له اړونده جهتونو سره په همغږئ حل کړي

Latest news

BACK TO NEWS