د مهاجرينو چارو وزارت او (NEI) موسسې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
Thu, Mar 02 2023 11:51 AM
-

په کابل ښار کې اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش په موخه د مهاجرينو چارو وزارت او د تغذيه او تحصيل (NEI) موسسې ترمنځ  پنجشنبه د کب په (۱۱) هوکړه ليک لاسليک شو.

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ، چې ارزښت يې ( ۸۹) زره او (۲۵۰) امريکايي ډالره کېده، ياده موسسه به په کابل ښار کې ( ۸۰۰) اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو په برخه کې مرستې کوي.

د مهاجرينو چارو وزارت  مسلکي مرستيال  مولوي عبدالرحمن راشد  د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال له يادې موسسې څخه وغوښتل، چې په هوکړه ليک کې د ذکر شوو ژمنو مطابق  په کابل ښار کې د مهاجرينو چارو رياست ته د فعاليتونو د څارنې زمينه برابره کړي او د پروژې په پای کې اړوندو دولتي ادارو ته د هغې د پلي کولو د څرنګوالي راپور وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS