د مهاجرينو چارو وزارت د څه باندې (۱۴) ميليونو ډالرو په ارزښت د همکاريو پېنځه هوکړه ليکونه لاسليک کړل

anwari_morr
Wed, Feb 22 2023 12:14 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت اړمنو ته د ښه خدماتو د وړاندې کولو په موخه د همکارو مرستندويه موسسو سره د (۱۴) ميليونو، (۴۰۴) زره او ( ۶۳۱) امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو پېنځه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د يادو هوکړه ليکونو د لاسليک پرمهال د مهاجرينو چارو رياستونو جدي څارنه د پروژو په شفافيت او پلي کېدو کې اغېزمنه وبلله او له موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د څارنې او حساب ورکونې په برخه کې له څارونکو ادارو سره همکاري وکړي.

د يادو هوکړه ليکونو پر بنسټ به د ژوغورنې نړيواله کمېټه (IRC)، هاجر نړيواله موسسه، معاونيت انساني و انکشافي برای افغانستان (AHDAA)، دافغانستان لپاره د هالينډ کمېټه او موسسه بشری صلح سازان افغان (APBHO) به د هېواد په (۱۵) ولايتونو کې د نغدي مرستو د وېشلو او د کار د زمينې برابرولو له لارې اړمنو کورنيو ته خدمات وړاندې کوي.

Latest news

BACK TO NEWS