د هېواد او نظام ساتنه په پاک نیت، اخلاص او میړانې سره باید وکړو

anwari_morr
Wed, Feb 15 2023 5:35 PM
---

د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني ۲۶تم د دلوې، د شوروي اتحاد د ماتې په لمانځغونډه کې وویل، تاریخ لیکل کېږي نه، بلکې جوړول کېږي، او مونږ باید د هېواد او نظام ساتنه په پاک نیت، اخلاص او مېړانې سره وکړو
ښاغلي حقاني د ولس په رانږدې کولو او سالم انتقاد ته په پاملرنه باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په ټول هېواد کې امن او اسلامي نظام نافذ دی، ټول هغه افغانان، چې په نورو هېوادونو کې دي باید راشي او د هېواد په بیا جوړونه کې ونډه واخلي او پرې نږدي، چې بیا یې پردي د څو پیسو په مقابل کې د خپل هېواد پرضد استعمال کړي

Latest news

BACK TO NEWS